روغتیا

د فراه د ولايتي روغتون د انګړ ديوال جوړيږي

   فراه   باختر دزمري دمياشتې  ١٦  :
د فراه د ولايتي روغتون د انګړ ديوال د جوړولو کار پيل شو.
دغه ديوال د کابو دوو زرو مترو په اوږدوالي او دريو مترو په لوړوالي جوړيږي.
د فراه د والي وياند محمدناصر مهري د باختر آژانس خبريال ته وويل چې د فراه د ولايتي روغتون د انګړ ديوال د عامې روغتيا وزارت له بودجې څخه د نهو ميليونو څلور سوه زرو افغانيو په لګښت په يو کال کې جوړيږي .
ده دغه راز څرګنده کړه چې دغه روغتون ودانۍ څو کاله مخکې د دوه سوه ميليونو افغانيو په لګښت جوړه شوې ده چې اوس دغه روغتون له پنځوس جريبه ځمکې په ساحه کې احاطه کيږي.
ده وويل چې په راتلوونکي کې دغه روغتون پراختيا مومي.
پاى سعيده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته