فرهنګ

حسينې ساپۍ : دافغانستان اومصر ترمنځ دفرهنګي اړيکو په لازيات ټينګښت او پراختيا باندې ټينګار وکړ .

کابل /دليندۍ  ٢٣مه باختر
داطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرستې حسينې ساپۍ نن په کابل کې دمصر  دسفارت له مرستيال اوقونسل سره  په کتنه کې  ددواړو هېوادونو ترمنځ د فرهنګي  اړيکودلازيات ټينکښت اوپراختيا په باب  خبرې وکړې . 
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ، په دې کتنه کې  ددواړو هېوادونو ترمنځ دفرهنګي اړيکو دلازيات ټينګښت  او پراختيا په اړوند خبرې وشوې اودمصر دسفارت قونسل ددوو اوونيو لپاره دلرغون پېژندنې رياست دکارکوونکو دروزنې په منظور کابل ته دمصر دلرغون پېژندنې  دبرخې دماهرانو دهيئت  دراتګ او مصر ته دافغانستان دلرغون پېژندنې دماهرانو دڅلور کسيزهيئت دبلنې په اړوند توضيحات ورکړل .
دغه راز په دې کتنه کې دفرهنګ ، هنر ، ګرځندوى او خپرونو په لاره کې دهمکارۍ دهوکړه ليک په باب  هم خبرې وشوې .
په همدې ترتيب په کابل کې دمصرقونسل دعربي ژبې دزدکړې  دهغه پروګرام په اړوندچې مصري استادانو له يوکال څخه په  لنډه دوره کې  د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت يوشمېر کارکوونکو ته زده کړه  ورکړه اواوس پاى ته رسيدلې ده هم معلومات ورکړل .
هغه ټينګار وکړ چې داطلاعاتواوفرهنګ وزارت دليوالتيا په صورت کې به ددې وزارت دکارکوونولپاره دعربي دزده کړې  دپروګرام ددويمې دورې له پيلولو سره  همکاري وکړي .
داطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرستې حسينې ساپى داطلاعاتواوفرهنګ له وزارت په تېره بيا ديوشمېر اړوندو کارکوونکولپاره دعربي ژبې دزده کړې په برخه کې دمصر دسفارت له همکارۍ  څخه مننه وکړه او ددواړو هېوادونو ترمنځ يې دفرهنګي اړيکو دلازيات ټينکښت او پراختيا باندې ټينګار وکړ.
دغه راز داطلاعاتواوفرهنګ وزارت دفرهنګ او هنر معين پوهاند محمد رسول باوري ددې وزارت ستاين ليک د مصر دالازهر پوهنتون استاد ډاکتر ابراهيم کامل ته چې داطلاعاتواوفرهنګ وزارت ديوشمېر کارکوونکو لپاره دعربي ژبې په زده کړه  کې همکاري کړې ده او اوس په افغانستان کې دماموريت دوره يې پاى ته رسيدلې ده ورکړ .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته