کابل باختر د وري دمياشتې ٢ :
دامريکامتحده ايالاتو څلورنورې (A- 29) ډوله جنګي الوتکې دافغانستان هوايي پوځ ته ورکړې.
دافغانستان دملي دفاع وزارت د امريکا له متحده ايالاتو څخه مخکې اته
دغه شان الوتکې ترلاسه کړې وې.
د ملي دفاع وزارت وياند دولت وزيري د څلورو نورو (A- 29) ډوله جنګي الوتکو ترلاسه کول يې دافغانستان دهوايي ځواکونو دظرفيت جوړولو په برخه کې يو بل مهم ګام وباله .
دى وايي چې دامريکا متحده ايالات به ډير ژر اته نورې دغه شان الوتکې دافغانستان د هوايي ځواکونو په واک ورکوي.
دامريکامتحده ايالات يو شميرافغان پيلوټان هم له دغو الوتکوڅخه داستفادې په برخه کې روزلي دي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ