امنیت

په هلمند ولايت کې دنښتې له امله وسله والو طالبانو ته دسر دروند زيان اوښتى دى .

کابل باختر د غبرګولي يوولسمه :
دهلمند ولايت امنيتي مسوولين وايي چې ددغه ولايت په دوو ولسواليو کې له طالبانو سره دنښتو له امله وسله والو طالبانو ته دسر دروند زيان اوښتى دى .
دهلمند ولايت دبست ٥٠٥ زون قوماندان پاسوال عصمت الله دولت زي  دباختراژانس خبريال ته وويل چې دتيرو دوو ورځو په بهير کې دهلمند ولايت دګرشک  او نادعلي ولسواليو کې وسله والو طالبانو ته دسر دروند زيان اوښتى دى چې دقيق شمير يې معلوم نه دى .
  ده زياته کړه دنادعلي  ولسوالۍ په شاول سيمه کې  په دغو نښتو کې تراوسه پورې  اووه ويشت تنه پوليسان  شهيدان او شپږ ويشت تنه نور ټپيان شوي دي .
ده دغه راز زياته کړه چې دګرشک ولسوالۍ په مالګير سيمه کې دحګړې له امله  دسيمه ئيزو پوليسو  ديوه قوماندان  په ګډون پنځه تنه پوليسان شهيدان او  دوه تنه نور ټپيان شوي دي .
ديادونې وړ ده چې عمليات دطالبانو له شتون څخه ددغو دوو ولسواليو  تر بشپړ پاکولو پورې دوام لري .  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته