ټولنه

په بيځايه شويو کورونو د مرستو ويشل پيل شول.

کابل باختر دمرغومې دمياشتې ٣
دمهاجرينو دراستنولو دچارو وزارت  نن په کابل ښارکې په دوه زره دوه سوه بيځايه شويو کورنيو دژمنيو مرستو ويشل  پيل  کړل .
په دغو مرستو کې سکاره بړستنې  ،کوښې ، ترپال او پلاستيک شته چې دجرمني د دولت له خوا د   اورا  موسسې په همکاري برابر شوي دي دمهاجرينو د راستنولو دچارو وزارت دبيړنيو حالاتو او دبيځايه شويو رييس مهر خدا صبار دکابل ښار دقمبر دڅلور لارې په ساحه کې ددغو مرستو دويشلو په وخت کې دباخترآژانس خبريال ته وويل :  په دې سيمه کې يو زرو دوه سوه بيځايه شوې کورنۍ شپې سبا کوي  چې په هرې کورنۍ اويا کيلو سکاره ، څلور بړستنې  ، شپږ جوړې کوښې، دوه ترپالونه او يوه بسته پلاستيک د سړې هوا دمخنيوي په خاطر ويشل کيږي .
ده څرګنده کړه چې دمهاجرينو دراستنولو دچارو وزارت دنړيوالو همکارو موسسو په همکارۍ په  پام کې لري په کابل ښارکې په  ټولو بيځايه شويو کورنيو دژمې په موسم کې په  دريو پړاونو کې خوراکي مواد اودسون توکې وويشي.
ده وويل ، چې يوځل په دغو کورنيو دژمې تودې جامې هم ويشل کيږي  .
صبار دغو کورنيوته  دروغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو په خاطر ثابتو او ګرځنده  روغتيايي مرکزونو د جوړولو يادونه هم  وکړ .
ده ټينګار وکړ چې اړونده وزارت دامکان ترپولې پورې دبې ځايه شويو کورنيو نه
دمرستو دبرابرولو په لاره کې هلې حلې کړې دي  او هيڅ کورنۍ به له ژمنيو مرستو څخه بې برخې نه شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته