امنیت

د لوګر پوهنتون د تدريسي ودانۍ د جوړولو کار پيل شو

کابل باختر  دوري ديارلسمه :
د لوګر په پوهنتون کې د تدريسي يوه څلور پوړيزه ودانۍ د جوړولو کار نن پيل شو .
دغه ودانۍ د څه ناڅه درې شپيته مليونو افغانيو په لګښت جوړيږي  .
د لوګر د پوهنتون رييس وحيد الله  عبدالرحيمزي د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه ودانۍ چې د لوړو زده کړو وزارت او د لوګر ولايت د مشرتابه په هلوځلو سره چې په هغه کې نهه سوه محصلينو ته درسي ټولګي، د کنفرانسونو تالار او د اړتيا وړ نور شيان په پام کې نيول شوي دي، په راتلوونکو اتلسو مياشتو کې په پاخه ډول جوړيږي .
د دغې ودانۍ د کار د پيل کيدو په وخت کې د لوګر والي محمد حليم فدايي، امنيه قوماندان، په ولسي جرګه کې د خلکو استازى حاجي صاحب خان، د لوړو زده کړو وزارت د پلان او پاليسۍ رييس، د دولتي ادارو رييسانو او قومي مشرانو ګډون کړى و.
د لوګر والي د خبرو په ترڅ کې، لوګر ولايت (باب الجهاد، باب العلم او پاکه خاوره) وبلله او زياته يې کړه: غاصب، فاسد او طالب دغه وياړ د لوګر ولايت له علم دوستو خلکوڅخه هيڅ وخت نه شي اخستى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته