دهندوستان دکلکتي ښار دخصوصي سکتور په يو روغتون کې نن سهار داور لګيدنې له امله څه ناڅه پنځوس تنه ووژل شول چې زياتره يې ناروغان و . اور دروغتون له تل خونې څخه ولګيد او ډير ژر ددغې ودانۍ اوو پوړونو ته خپور شو .
دپوليسو د څرګندونو له مخې دوى دروغتون شپيته ناروغان ژغورلي دي او نورو روغتونونو ته ليږدولي دي .
دهند دلويديځ بنګال ايالت دښاري برمختيا وزير فرهاد حکيم وويل : چې وژل شوي کسان داور له امله وژل شوي دي او د اور وژنه عمله پنځه ساعته د اور په مړ کولو بوخت و .
ددغې اور لګيدنې علت معلوم نه دى خو د کلکتي ښار دمقاماتو د څرګندونو له مخې ددغه روغتون دودانۍ په تل خونه کې اور لرونکي مواد لکه د اکسيجنو دګاز بالونونه ساتل کيدل .