ټولنه

سل تنه ځوانان دحرفوي زده کړې له بيلابيلو څانګو څخه فارغ شول.

کابل باختر د سلواغې دمياشتې  ٢٦ :
په غزني ولايت کې سل تنه ځوانان  دحرفوي زده کړو له بيلابيلو څانګو څخه فارغ شول.
دغو ځوانانو چې مخکې  له  وزګارتيا څخه ځوريدل  په غزني کې له يوې دورې حرفوي  زده کړې  وروسته   دخپل فراغت سندونه ترلاسه کړل.
دغزني والي عبدالکريم  متين  دباخترآژانس خبريال ته وويل ؛ په دغه کورس  کې دخياطۍ ، ګلدوزۍ ، دموبايل ترميم  او ترکاڼي شامل دي   چې دسويډن موسسې په همکارۍ دغزني ولايت د کار اوټولنيزو چارو رياست له خوا وزګارو ځوانانو ته پيل شوى دى.
دخبرځاى دڅرګندونوله مخې ؛ حرفوي زده کړې دهېواد داقتصاد اوپراختيا په وده کې  اغيزمن رول لري او ځوانان کولاى شي له دې لارې  خپل ژوند تامين کړي.
دا په داسې حال کې ده چې دولايت مقام په پام کې لري  چې په دغه ولايت کې دوزګارتيا کچه ټيټه کړي  او ځوانانو ته دکارموندنې زمينې برابرې کړي.
خبرځاى زياته کړه په دغو ځوانانو کې پنځوس تنه نجونې هم شاملې دي  چې له فراغت وروسته دکاروسايل هم په دوى باندې وويشل  شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته