امنیت

دنيمروز پوليسو دغلو يو باند ونيوه .

کابل باختر د زمري پنځمه :
دغلو يو ستر بانډ  نن په نيمروز ولايت کې دپوليسو له خوا  ونيول شو.
دنيمروز ولايت دامنيې قوماندانۍ  دپوليسو داوپراتيفي  عملياتو له امله دغلو يو ستر بانډ ونيول شو .
دنيمروز ولايت  دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر رحمت الله دباختراژانس خبريال ته وويل: دمعلم اسلم په  مشرۍ دغلو يو بانډ ديوې شپږ کلنې نجلۍ دتښتونې په وخت کې په داسې حال کې چې غوښتل يې وتښتي دپوليسو له خوا ونيول شو او په خپلو عملونو دبانډ درييس په اعتراف سره ددغه بانډ دولس تنه غړي هم ونيول شول .
  يوه اړونده خبرځاى وويل چې دموټرو  ، ښځينه ګانو دغلا اته موارده او دکورونو دمالونو دلوټولو او دغلا د نورو لسګونو مواردو پيښې ددغه بانډ له خوا ترسره شوې دي .
   ده وويل پيښه دپوليسو  له خوا څيړل  کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته