امنیت

يو غل نن ونيول شو.

کابل – باختر دمرغومې شپاړلسمه :
يو وسله وال غل نن سهار دکابل ښار د نهمې امنيتي حوزې، د دريم مکرويانو په ساحه کې دپوليسو له خوا ونيول شو.
د نهمې امنيتي حوزې د جنايي جرمونو پرخلاف دمبارزې آمر روح الله په دې اړوند باختر آژانس وويل: د شپږوبجو په شاوخواکې يو غل د دريم مکرويانونو په ساحه په غلا او لوټمارى لاس پورې کاوه او خلک يې ځورول چې د نهمې امنيتي حوزې دپوليسو له خوا وپيژندل شو او له يوې لنډې نښتې وروسته دپوليسو له خوا ټپي او ونيول شو.
په دې نښته کې يو پوليس هم ټپي شوى دى.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته