ښوونه او روزنه

په بغلان ولايت کې درې سوه پنځوس تنه محصلان فارغ شول .

کابل باختر د سلواغې لومړى :
څه دپاسه  درې سوه پنځوس  تنه محصلان دبغلان ولايت دقدس دعالي تحقيقاتو له موسسې   څخه دفراغت  سندونه ترلاسه  کړل .
دباختراژانس دسيمه ئيز  خبريال دخبرله مخې، دغو محصلانو دښوونې او روزنې ، شرعياتو ، دژبو او ادبياتو په څانګو کې  دليسانس  په سوپه  دفراغت سندونه ترلاسه  کړل .
ددوى دفراغت په غونډه کې دلوړو زده کړو  دوزارت استازي محمد حسن وهاج ، دولايتي شورا منشي ، دقدس دلوړو زده کړو دموسسې مشرتابه ، ددولتي ادارو رييسانو او دفارغانو کورنيو ګډون کړي و .
دلوړو زده کړو وزارت استازي محمد حسن وهاج وويل  چې دخصوصي لوړو زده کړو دموسسو او دپوهنتونونو دفارغانو تحصيلي سندونه  له دولتي تحصيلي  سندونه  له دولتي تحصيلي بنسټونو څخه هيڅ راز توپير نه لري او  دلوړو زده کړو  وزارت ته يوشان دي .
  ختم+_ سعيده _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته