ټولنه

په پکتيکا کې هم د سولې لپاره د پرلت خېمه ودرول شوه

ښرنه باختر د غويي د مياشتې ٤ مه
د پکتيکا ولايت په مرکز ښرنه کې هم مدني فعالانو د سولې په پار د پرلت خېمه ودروله او په جنګ کې په ښکېلو اړخونو يې غږ وکړ چې نور دې د ولس د ژغورنې لپاره اوربند وکړي.
د مدني ټولنو د همغږۍ د دفترمشر خورشيد امان کټوازي د باختر اژانس سيمه يېز خبريال ته وويل چې، د دې خېمې د درولو موخه سوله او د محکومې يښتونخوا د ولسونو ملاتړ دی.
هغه وويل چې، نړيوالو له افغانستان څخه د جنګ ميدان جوړ کړی نو له همدې امله په نړيوالو هم غږ کوو چې نور دې له افغانستان څخه د جنګ ميدان نه جوړوي او د دې پر ځای چې په دې وطن کې جنګ جاري وساتي د سولې لپاره دې کار وکړي. خورشيد وويل، په جنګ کې دواړو اړخونو ته افغانان وژل کېږي نو پکار ده چې افغانان له تېر څخه عبرت واخلي او په خپل منځ کې سره سوله وکړي.
د ځوان پارلمان استازي عبدالحق فقير زاده هم وويل چې ترهغو به ارام ونه کړي ترڅو يې دغه غږ د پکتيکا ولايت هرې ولسوالۍ، کلي او کورته نه وي رسولی.
هغه زياته کړه چې دوی به د سولې دغه ناره نه يواځې دا چې وسله والو طالبانو ته ورسوي بلکې نړيوالو ته هم وړانديز کوي چې نور دې دا هېواد په قرار دادي جنګ کې نه سوځوي.
فقير زاده وويل چې د پکتيکا ولايت ولسونه د لر او بر پښتنو ملاتړ کوي او له نړيوالو هم غواړي چې د محکومو پښتنو ملاتړ وکړي.
د پکتيکا ولايت د ولايتي شورا غړي نعمت الله بابري وويل چې د دغه ولايت د مرکز او ولسواليو اوسېدونکو د سولې په پار د هلمند د خېمې په تعقيب په دې ولايت کې د سولې خېمه درولې او په جنګ کې له ښکېلو اړخونو د سولې غوښتنه کوي.
هغه زياته کړه چې د دغه ولايت اوسېدونکي د پښتون ژغورنې د غورځنګ په کلکه ملاتړ کوي او له هغوی سره خپل ملاتړ اعلاموي.
د يادونې وړ ده چې تېره ورځ هم د پکتيکا ولايت په ارګون ولسوالۍ کې د شمالي او جنوبي وزيرستان را بې ځايه شويو د اورګون له ولسونو سره د پښتون ژغورنې دغورځنګ په ملاتړ ګډه غوڼده وکړه.پاى_ وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته