امنیت

په ارزګان کې دملي اردو دځواکونو په عملياتوکې اووه تنو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته .

کابل باختر دوږي شپږ ويشتمه :
دارزګان ولايت ګيزاب او خاص ارزګان په ولسواليو کې دملي اردو دځواکونو په عملياتو کې دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او پنځه تنه نور يې ټپيان شول.
په ارزګان کې د ٢٠٥ اتل قول اردو دميشتو ځواکونو دقوماندانۍ مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ ،په هغو عملياتو کې چې تيره شپه دملي اردو  دځواکونو له خوا دارزګان ولايت دګيزاب  او دخاص ارزګان دولسواليو په مربوطاتو کې ترسره شول دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او پنځه تنه نور يې ټپيان شول .
يوه اړونده خبرځاى وويل ددغو عملياتو دترسره کولو هدف دګيزاب او دخاص ارزګان دولسواليو دناامنو ساحو پاکول دي چې زياتره  دغه ساحې دوسله والو طالبانو له شتون څخه پاکې شوي دي .
خبرځاى زياته کړه  چې ددغو عملياتو په بهير کې په عملياتو کې شاملو ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته