سیاست

دکورنيو چارووزير: دې ته اړتيا ده چې ګاونډي هيوادونه هم له افراط پالنې او تروريزم سره مبارزه وکړي

کابل باختر دسلواغې شلمه :
د افغانستان داسلامي جمهوريت د کورنيو چارو وزيرمحمدعمرداودزي د پاکستان دکورنيو چارو وزارت له مرستيال سره وکتل.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ:  په دې کتنه کې  د سرحدي ستونزو، د اړيکو د پراختيا او د سرحدي سرغړونو د مخنيوي په باب  هراړخيزې خبرې وشوې.
دکورنيوچارو وزير وويل چې پاکستان د سيمې په کچه دتروريزم پرخلاف دمبارزې، د سازمان موندلوجرمونو، دنشه يي توکو د قاچاقو او د انسان د قاچاقو د مخنيوي په برخه کې کولاى شي مهم رول ولوبوي.
دکورنيو چارو وزير څرګنده کړه چې افغانستان د يو واحد هيواد په توګه ژمن دى  چې له تروريزم سره مبارزه وکړي او دې ته اړتيا ده چې د افغانستان ګاونډي هيوادونه هم له افراط پالنې او تروريزم سره  مبارزه وکړي چې ددغې سيمې خلک  وکولاى شي د سولې او امنيت په فضاکې ژوند وکړي .
دکورنيو چارو وزير سرحدي ستونزوته په اشارې سره وويل چې د تروريستي فعاليتونو او د پولې په دواړو غاړوکې د نا امنيو دمخنيوي او دنشه يي توکو د قاچاقو دمخنيوي په لاره کې په پخوا زياتو همکاريو او اقداماتو ته اړتيا لرو.
په همدې حال کې دپاکستان دکورنيو چارو وزارت مرستيال ددوه اړخيزو همکاريو پراختيا او دوام د دواړو هيوادونو په ګټه وبلل او ويې ويل چې پاکستان د دواړو هيوادونو په پولوکې د سولې او ثبات د تامينولو غوښتنه کوي .
ديوبل خبر له مخې:  دکورنيو چارو وزارت ستر امنيتي معين ستر پاسوال محمد ايوب سالنګي دپاکستان دکورنيو چارو وزارت له مرستيال سره وکتل او د دوه اړخيزو اړيکو د پراختيا په باب يې خبرې وکړې.
په دې کتنه کې دواړو لورو د دوه اړخيزو اړيکو په پراختيا باندې په تينګار سره  د تروريزم پرخلاف د مبارزې  په لاره کې د همکاريو د پراختيا، د سرحدي ستونزو د څيړنې په لاره کې دګډ کميسيون د جوړولو د ويزې د اجرا کولوپه برخه کې د زياتو اسانتياوو د برابرولو، دبنديانو د تبادلې او د دواړو هيوادونو په بندرونوکې په سرحدي دروازوکې افغان مهاجرينو او مسافرانوته دتګ راتګ  د اسانتياوو د برابرولو په باب  خبرې وکړې .
  په دې کتنه کې ستر پاسوال محمد ايوب سالنګي له خپل پاکستانى سيال څخه وغوښتل چې دجمهوري رياست او د ولايتي شوراګانو د انتخاباتو د ترسره کولو  په ورځ دې په پولوکې او په ګډو پولوکې د نا امنيو د مخنيوي په کارکې له پخوا زياته همکاري وکړي او افغانستان ته دپولو له لارې دطالبانو دتيريدو مخه ونيسي .
د امنيتي چارو ستر معين زياته کړه چې په  دوه اړخيزو صادقانه همکاريو سره کولاى شو په ګډو پولوکې دامنيت دتامينولواو له هر راز تروريستي فعاليتونوسره  دغوڅې مبارزې په لاره کې اغيزمن ګامونه واخلو.
په همدې حال کې د پاکستان د کورنيو چارو وزارت معين وويل چې تروريزم  دواړه هيوادونه يوشان ګواښوي.
ده د تروريزم پرخلاف د مبارزې په لاره کې په دوه اړخيزو همکاريو باندې ټينګار وکړ او زياته يې کړه چې پاکستان له افغانستان سره د ښو اړيکو غوښتنه کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته