امنیت

درې تنه په هرات کې د ډزو په جلاجلا پيښو کې ټپيان شول .

کابل – باختر د وري دمياشتې ٢٢
درې تنه ځوانان په هرات ښار او دهرات ولايت په اړوندو ولسواليو کې دناپيژاندانو کسانو د ډزو له امله ټپيان شول .
ددغو ځوانانو له جملې څخه دوه تنه يې داسياب کلوخي په سيمه کې او يو تن بل يې دجبرييل په ساحه کې دناپيژاندانو کسانو له خوا په ډزو سره ټپيان شول.
دهرات دمرکزي روغتون وياند دباختر آژانس خبريال ته وويل :دغه درې تنه له اتلسو څخه تر يوويشتو کلونو پورې عمر لري چې تر درملنې لاندې دي .
شيرزي ددغو کسانو روغتيايي حالت مخ په ښه والي وباله .
تراوسه پورې ددغو پيښو علت نه دى روښانه شوى خو شخصي دښمنې هغه علتونه دي چې کله کله په ډزو سره ديو شمير ځوانانو د ټپي کيدو سبب کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته