سیاست

پوهاندعبدالسلام عظيمي د نړيوال بانک د پروژو د څارنې د کميټې د غونډې مشرتوب وکړ

_ کابل باختردغبرګولي دمياشتې ١٤ :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دقاضي القضات پوهاند عبدالسلام عظيمي په مشرۍ په عدلي اوقضايي بنسټونو پورې اړوند د نړيوال بانک د پروژو دڅارنې دکميتې غونډه  په داسې حال کې چې دنړيوال بانک مسوول، دافغانستان دبشر دحقوقو دخپلواک کميسيون رييسه ، د ولسي جرګې دعدلي او قضايي  کميسيون رييس، د لويې څارنوالۍ مرستيال ، د قضايه قوې د اداري عمومي آمر  او د غير دولتي بنسټونو او دونرونو ځينې مسوولين حاضر وو؛ د سترې محکمې په مقر کې جوړه شوه .
دسترې محکمې دخپرونو رياست باخترآژانس ته خبرورکړ :
په دې غونډه چې نن له غرمې مخکې جوړه شوه ، قاضي القضات لومړى د سترې محکمې هغه تدبيرونه او پروګرامونه  چې په وروستيو کلونو کې دهېواد دقضايي نظام دحالت له دقيقې څيړنې وروسته او په ستونزو او مشکلاتو د برياليتوب په مقصد تدوين شوي دي او د نړيوالې ټولنې دپاملرنې وړ ګرځيدلي  دي؛ څرګند او بيان کړل او زياته يې کړه چې  ددغه حالت رښتيني منعکس نړيواله ټولنه  دې ته اړه کړه چې  له عدلي او قضايي بنسټونوسره خپلې مرستې دې د نړيوال بانک له لارې وړاندې کړي او په بېلابېلو فيزونوکې د دغو مرستو ويشلو ته په پاملرنې سره ، سترې محکمې وکولاى شول چې د مرستو له لومړى فيزڅخه په استفادې سره تر يوې اندازې پورې ترانسپورتي ستونزې او هم پلې ځينې تجهيزاتي اړتياوې لرې  کړي او اوس په دويم فيزکې له مرستو څخه استفاده طرحه ده چې له هغې څخه  د فزيکي بنسټ په ساحه کې او د قضايي زده کړو په برخه کې د ځانګړي ظرفيت او د قضايي تعليماتو او معلوماتو په مرکز پورې د اړوندو پروګرامونو په لوړولوکې کار اخيستل کيږي.
وروسته ميرمن لوبا د نړيوال بانک په نيابت د اړوندو پروژوجزئيات بيان کړل او زياته يې کړه چې د عدلي اوقضايي بنسټونو لپاره د نړيوال بانک په پروژو پورې اړوند لګښت پنځه اتيا اعشاريه پنځه مليونه ډالره دى چې دکابل ، هرات، باميانو او لوګرپه ولايتونوکې د عدالت لپاره د مشارکت، د حقوقي فعاليتونو د پياوړتيا د عدلي اوقضايي بنسټونو د ظرفيت د لوړولو او جوړولو او د عدلي اوقضايي ارګانونو له لارې او د نړيوال بانک په څارنې سره دپروژو د اجرايي ظرفيت د جوړولو  په ساحوکې عملي کيږي .
دې د اصلاحاتوپه خاطر د سترې محکمې له ارادې څخه مننه وکړه او د زياتې همکارۍ  ژمنه وکړه.
وروسته د لويې څارنوالۍ مرستيال او د عدليې وزارت استازي د اړوندو پروژو د پرمختګ په اړوند او يو شمېر بلل شويوکسانو هم د موضوع په باب  خبرې وکړې .
په پاى کې قاضي القضات د غونډې په څيړنې سره داسې وويل :
دعدلي او قضايي بنسټونو اړتياوې د زمانې له پرمختګ سره سم د هرې ورځې په تيريدوسره نويو پړاونو ته رسيږي او دغه بنسټونه دې ته اړ دي د هغو شخړو دحل کولو په خاطرچې د کمپيوټري او مخابراتي جرمونو، اورګاډو، دژوندانه دچاپيريال او د زياترو نورو نويو مسئلو په ساحوکې پيدا کيږي؛ مسلکي تياري ولري او هيله ده چې نړيوال بانک په دغو برخوکې د روزنيزو فرصتونو اوظرفيتونو په برابرولو کې  پاملرنه وکړي.
د يوبل خبرله مخې: دافغانستان داسلامي جمهوريت قاضي القضات نن غرمه په داسې حال کې چې د سترې محکمې دعالي شورا غړي ورسره وو؛ د سترې محکمې په انګړکې دوه نوې جوړې شوې اداري او معلوماتي ودانۍ په رسمي ډول پرانستلې .
د لومړۍ اداري ودانۍ د نړيوال بانک په مرسته د پنځوسو مليونو افغانيوپه لګښت  د سترې محکمې د تعميراتو رياست ترنظرلاندې په څلورو پوړونوکې جوړه شوې ده او پنځوس  خونې لري او دويمه ودانۍ په دوو پوړونوکې جوړه شوې ده چې له ټولو عصري امکاناتو او آسانتياوو سره١٢ معلوماتي غرفې او د انتظارسالون لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته