ښوونه او روزنه

د دکتورا د دورې دوو تنو فارغانو د خپلو رسالو دفاع وکړه

کابل باختردمرغومي دمياشتې٢ نيټه  :
د لومړي ځل لپاره د کابل پوهنتون د پښتو ژبې او ادبياتو د پوهنځې د دکتورا د دورې دوو تنو فارغانو نن د خپلې دکتورا د رسالې دفاع وکړه.
په دې دوره کې اتلسو تنو محصلانو د خپلې دکتورا دوره د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو په پوهنځې کې پاى ته رسولې ده.
د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې:
په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت جوړه شوې وه؛ د لوړو زده کړو وزير ډاکتر خواجه نجيب الله عمري، د اطﻻعاتو او فرهنګ وزارت مالي، اداري او د ګرځندوى معينې پوهنيارې سيدې مژګان مصطفوي، د کابل پوهنتون رئيس حميدالله فاروقي، د پوهنتونونو استاداتو او يوشمېر محصلانو ګډون کړى و.
د غونډې په پيل کې د لوړو زده کړو وزير ډاکتر خواجه نجيب الله عمري   د دکتورا د لومړۍ درجې فراغت د کابل پوهنتون يو برياليتوب وباله او ويې ويل   چې فارغان به د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو د پوهنځې د پښتو ديپارتمنت           په بډاينه کې ډير اغيزمن رول ولوبوي.
د ده دڅرګندونوله مخې: د علمي او څړنيزو متونونو توليد، د پوهنتونونو د مور په توګه د کابل پوهنتون يوه ستره اړتيا ده.
عمري خوښي څرګنده کړه چې د دغو محصلانو په فراعت سره د علمي او څيړنيزو متنونو د توليد په برخه کې نيمګړتياوې کمښت ومومي.
يوه فارغ لعل پاچا آزمون د حکمانو د هيئت په شتون خپله علمي رساله چې   ډاکترې زرغونې رشتين زيور، څيړنپوه غلام محى الدين هاشمي او پروفيسر ډاکترنورمحمددانش پکې ګډون درلود؛ وړاندې کړه او د دکتورا سند ورته ورکړى شو.
د دکتورا د سند له ترلاسه کولو وروسته برخه والو په برياليتوب سره د دفاع په مناسبت لعل پاچا آزمون ته سوغاتونه ورکړل.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، مالي، اداري او د ګرځندوى معينې پوهنيارې سيدې مژګان مصطفوي هم لعل پاچا آزمون ته سوغات ورکړ.
پاى ف ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته