نړۍ

امريکا دناټو دتدارکاتي لارې دبيا پرانستلو لپاره له پاکستان سره دزياتومرستو ژمنه وکړه .

امريکا دناټو دتړون دهغه تدارکاتي لارو دبيا پرانستلو لپاره چې دتيرميلادي کال په وروستيو وختو کې وتړل شوې دوروستي احتمالي تصميم په اړوند له پاکستان سره ديو سلو لسو مليونو ډالرو مرستې ژمنه کړې ده .

 دهند دنيوکريلا دخبري سايت دخبر له مخې، ددې موضوع په اړوند موافقه ليک په پاکستان کې  دامريکا دسفير کامرون مونتر او دپاکستان داقتصاد وزير ډاکتر وقار مسعود ترمنځ لاسليک شوى دى .

 دپاکستان داقتصاد دوزير د څرګندونو له مخې، دامريکا دمتحده ايالاتو مرستې به دنشه يي توکو دقاچاقو  تاوتريخوالي او دنورو  جنايتونو پرخلاف  چې دپاکستان واکمني ته زيان رسوي ددغه هيواد په لويديځو پولو کې دثبات دتامينولو لپاره هلې ځلې پياوړي کړي .

 دغه راز  خبرځاى زياته کړه، له دغې مرستې څخه به دپوليسو دروزنې ،  دليږدونکو وسايطو او ساتندويو  اومخابراتي وسايلو په برابرولو کې استفاده وشي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته