امنیت

يو اته ويشت کلن ځوان په قندهار ولايت کې په مرموز ډول ووژل شو.

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٧
په قندهار ولايت کې يو اته ويشت کلن ځوان د ناپيژاندو کسانو له خوا په دار وځړول شو.
د قندهار ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند ضيا دراني دباختر آژانس خبريال ته وويل: يو اته ويشت کلن ځوان چې دقندهار ولايت د ارغنداب ولسوالۍ د ناګهان دساحې اصلي اوسيدونکى او دکانداري يې کوله تيره شپه دناپيژاندو وسله والو کسانو له خوا په دار وځړول شو .
ديوه اړوند خبرځاى د څرګندونو له مخې : امنيتي ځواکونو د ډه مړى نن سهار په ساحه کې ترلاسه کړ خو تراوسه پورې دوژنې دعلت او دغه ځوان دچاله خوا په دار ځړولې شوى دى معلومات نه دى ترلاسه شوى ويل کيږي دغه ځوان پنځلس ورځې مخکې دقندهار ښار دپل باغ له ساځې څخه د طالبانو له خوا تښتول شوى و او له دوو ورځو وروسته له کومې معاملې پرته بيرته آزاد شوى و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته