سیاست

د جمهور رييس فرمان

کابل باختر د وږي  څليرويشتمه :
د نيکمرغه لوى اختر په مناسبت د محجوزينو او بنديانو د مجازاتو د تخفيف  او بخښنې په باب د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس محمد اشرف غني فرمان !
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د اساسي قانون د څلورشپيتمې مادې په ١٨ جز کې  د ليکل شوي حکم له مخې، د نيکمرغه لوى اختر په مناسبت د ملکي  او نظامي په ګډون د هغو محکومينو د حجز او بند د مجازاتو تخفيف او بخښنه چې د محکمو په قطعي او  وروستي حکم  محکوم شوي دي؛ په دې ډول منظورم :
د محجوزينو د مجازاتو تخفيف اوبخښنه
لومړۍ ماده :
( ١)  د هغو محجوزينو د مجازاتو پاتې موده چې تر څلورو کلونو پورې د حجز په مجازاتو محکوم شوي دي؛ د تيرې شوې مودې په پام کې نيولو پرته دې وبخښل شي او له حجز څخه خوشې شي.
(٢) د هغومحجوزينو د مجازاتو پاتې موده چې له څلورو کلونو څخه زيات د حجز په مجازاتو محکوم شوي دي؛ په هغه صورت کې چې د خپلو مجازاتو نيمايي موده يې په حجزکې تېره کړې وي؛ وبخښل شي او له حجزڅخه دې خوشې شي.
(٣) د دغې مادې په لومړۍ فقره کې هغه ليکل شوي محجوزين چې په دې فرمان کې د بخښنې له ليکل شويو ښېګڼو څخه ګټه نه اخلي؛ د هغوى د حجز  نيمايي موده دې تخفيف شي.
( ٤)  هغه محجوزين چې د دغې مادې په ٢ فقره کې په ليکل شوې کټګوري کې نه شامليږي؛ د هغوى له څلورو برخو څخه درې برخې حجز دې تخفيف شي.
د عمرلوړوالى او د شيدې خورو ماشومانو لرونکۍ ښځې
دويمه ماده:
هغه ښځينه بنديانې چې څه ناڅه د ٤٩ کلنى عمر يې بشپړ کړى وي او يا شيدې خور ماشوم ولري او تر پنځوکلونو پورې په بند محکومې شوې وي او دغه راز هغه نارينه  بنديان چې د ٥٩ کلنى عمر يې بشپړ کړى او تر پنځو کلونو پورې په بندمحکوم شوي دي؛ د دوى د مجازاتو پاتې برخه دې وبخښل شي اوله بند څخه دې خوشې شي.
  د بنديانو د مجازاتو تخفيف او بخښنه
درېمه ماده :
( ١)  د هغو ښځينه بنديانو د مجازاتو پاتې موده چې تر څلورو کلونوپورې او هغه نارينه بنديان چې تر دوو کلونو پورې په بند محکوم شوي دي؛ د تيرې شوې مودې په پام کې نيولوپرته دې وبخښل شي او له بند څخه  دې خوشې شي.
(٢)  د هغو ښځينه بنديانو د مجازاتو پاتې موده چې له څلورو کلونو څخه زيات تر اتوکلونو پورې او هغه نارينه بنديان دې چې له دووکلونو څخه زيات تر شپږو کلونو پورې په بند محکوم شوي دي؛ په هغه صورت کې چې د خپل بند څلورمه برخه يې په جيل کې تېره کړې وي؛ وبخښل شي او له بند څخه دې خوشې شي .
( ٣)  د هغو بنديانو د مجازاتو پاتې موده دې چې ترلسو کلونوپورې په بند محکوم شوي دي؛ په هغه صورت کې چې د خپل بند درېمه برخه مجازات يې تېر کړي وي؛ وبخښل شي او له بند څخه دې خوشې شي.
(٤) هغه بنديان چې د دغې مادې په ١، ٢، او ٣ فقروکې په ليکل شويو کټګوريوکې نه شامليږي؛ د هغوى د بند د مجازاتو په موده کې دې په دې ډول تخفيف رامنځته شي:
١_  تر شپږوکلونو پورې د محکومينو په مجازاتوکې دې له څلورو برخو څخه  درې برخې تخفيف رامنځته شي.
  ٢_  د هغو نارينه محکومينو په مجازاتوکې چې له شپږو کلونو څخه زيات تر لسوکلونوپورېپه مجازاتو محکوم شوي دي؛ يو کال او د ښځينه محکومينو په مجازاتوکې يوکال او شپږ مياشتې.
٣_  د هغو نارينه محکومينو په مجازاتوکې چې له لسوکلونو څخه تر پنحلسو کلونوپورې په مجازاتو محکوم شوي دي؛ يواځې اته مياشتې او د ښځينه محکومينو په مجازاتوکې يوکال او شپږ مياشتې.
٤_  د هغو نارينه محکومينو په مجازاتوکې چې له پنځلسو کلونو څخه زيات په مجازاتو محکوم شوي دي؛ يواځې شپږ مياشتې او د ښځينه محکومينو په مجازاتوکې يو کال .
د قطعې د بند د مجازاتو بخښنه
څلورمه ماده :
  د ملي اردو او د ملي پوليسو هغه افسران، بريدملان، ساتمنان او سرتيري، د ملي امنيت د لوى رياست او د پوځي تشکيلاتو د نورو لرونکو وزارتونو او ادارو هغه منسوبين چې په اړوندوقطعاتوکې تر يوکال پورې د تنفيذي بند په مجازاتو محکوم شوي دي؛ په هغه صورت کې چې دخپل بند د مجازاتو نيمايي يې په قطعه کې تېر کړي وي؛ دهغوى دمجازاتو پاتې برخه دې وبخښل شي او له بند څخه دې خوشې شي.
د تخفيف اوبخښنې د محدوديت او ممنوعيت حالات
پنځمه ماده :
( ١)  دغه محجوزين او بنديان د دغه فرمان له ښېګڼو څخه ګټه نه اخلي.
١_  د جزايي اجرااتو د قانون د ٣٥٠ په (٢) فقره کې دليکل شويو جرمونو محکومين چې په ١٣٩٣ کال کې د رسمي جريدې په ١١٣٢ ګڼه کې خپور شوى دى.
٢_  د شوکمارۍ ( قطاع الطريقۍ) د جرمونو محکومين.
٣_  د وسله والې غلا د جرمونو محکومين چې د جزا د قانون په ٤٥٥- ٤٥٦ او ٤٥٧ مادوکې ليکل  شوي دي.
(٢) دغه محجوزين او بنديان د دغه فرمان د تخفيف له ښېګڼو څخه ګټه نه اخلي:
١_  له پنځوکلونوڅخه زيات د حجز يا له لسوکلونوڅخه زيات د بندپه مجازاتومحکومين چې د دوى د مجازاتو نيمايي يا له نيمايي څخه زيات د تخفيف او بخښنې د محجوزينو فرمانونو له امله تخفيف شوي وي .
٢_  د تښتونې د جرمونو محکومين خو، دا چې تښتول شوي شخص خوشې شوي وي او ياترلاسه شوي مال يا ګټه مجني عليه ته رده شوي وي.
٣_  هغه محکومين چې په روان کال کې د هغوى د محکوم بها د حجز  يا بند  په موده کې تخفيف راغلي وي.
٤_  د قصدي وژنې او د اداري فساد د جرمونو محکومين خو، دا چې د وژنې په جرم کې د مقتول ورثې په محکمه کې ابرا کړې وي او د اداري فساد په جرمونوکې ترلاسه شوي مال يا ګټه  اعاده شوې وي.
٥_ د اعدام په جزا هغه محکومين چې مجازات يې په بند تعديل شوي دي.
٦_  هغه محجوزين او بنديان چې په حجز يا بند سربېره د مال په ردولو او يا د تاوان په جبيره کولو هم محکوم شوي دي، په هغه صورت کې چې ترلاسه شوي مال او يا د محکوم بها (وجه) يې زيانمن ته ورکړى وي؛ د دغه فرمان په لومړۍ ماده او د دريمې په څلورمه فقره کې د ليکل شوي تخفيف  له ښېګڼو څخه ګټه اخلي . 
(٣) دغه محجوزين او بنديان په دغه فرمان کې د بخښنې او تخفيف له ښېګڼو څخه ګټه نه اخلي .
١_  د ښځې پرخلاف د تاوتريخوالي د بندولو د قانون په ١٧-٢٠-٢١-او ٢٢ مادوکې د ليکل شويو جرمونومحکومين .
٢_ د کورني او بهرني امنيت پرخلاف د جرموړنو او د تروريستي جرمونو محکومين.
٣_  د عسکري د جزا د قانون په  ١٥-١٦-١٧-١٨-١٩- ٢٤-٣٤-٣٥-او ٣٨ مادوکې د ليکل شويو جرمونو محکومين چې په ١٣٨٧کال کې د رسمي جريدې په  ٩٤٤ ګڼه خپور شوي او د عسکرۍ جرمونو د قانون په  ١٥-١٧-١٨-١٩-٢٠-٣٧-٣٨-او ٤١ مادوکې د ليکل شويو جرمونو محکومين چې په ١٣٦٥ کال کې د رسمي جريدې په ٦٠٥ ګڼه کې خپور شوى دى .
د نغدي جزا بخښنه
شپږمه ماده:
هغه محجوزين چې د دغه فرمان د بخښنې او تخفيف له ښېګڼو څخه ګټه اخلي او يا د بند په بشپړولو سره خوشې شوي يا خوشې کيږي او په حجز او يابند سربېره په نغدي جزا هم محکوم شوي وي؛ د هغوى نغدي جزا دې وبخښل شي. 
بهرني محکومين په دې کارکې شامل نه دي .
د حکم قطعيت
اوومه ماده:
د حکم قطعيت د قضايه قوې د تشکيل او صلاحيت د قانون د څلورمې مادې د ١٠ جز له مخې د محکمې  د حکم د صادريدو له نيټې څخه اعتبار لري .
د حق العبدي د دعوا اقامه
اتمه ماده:
د دغه فرمان د حکمونو تطبيق د اشخاصو د حق العبدي دعوا د اقامې خنډ نه کيږي.
د ښځينه محجوزينو او بنديانو تسليمي
نهمه ماده
(١) د جيلونو ادارې او د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکزونه مکلف دي، محجوزين (نارينه او ښځينه) او هغه ښځينه بنديانې چې د دغه فرمان له حکمونو سره سم له حجز يا بندڅخه خوشې کيږي، له احوالو سره سم د هغوى ميندو او پلرونو يا قانوني ممثل يا شرعي محارمو ته يې وسپاري.
(٢) د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو وزارت مکلف دى؛ هغو محجوزينو ته چې ميندې او پلرونه قانوني ممثل يا شرعي محارم ونه لري؛ په مرکز او ولايتونوکې د استوګنې مناسب ځاى تدارک کړي .
٣))  د ښځو  د چارو وزارت مکلف دى، هغو ښځينه بنديانو ته چې د دغه فرمان له حکمونو سره سم له بندڅخه خوشې کيږي؛ د دوى په رضايت د دوى د شرعي محرم تر پيداکيدو پورې په مرکز او ولايتونوکې داستوګنې  مناسب ځاى تدارک کړي.
د تخفيف او بخښنې په شرايطو د برابرو محکومينو د لست برابرول
لسمه ماده:
د دغه فرمان د تطبيق کميسيونونه موظف دي، د دغه فرمان له تخفيف يا بخښنې څخه د استفادې په شرايطو د برابرو محجوزينو او بنديانو لست له مرکز او ولايتونو څخه برابر او د لوى څارنوالى ادارې ته يې وليږي او د دغې ادارې د دارالانشا رياست مکلف دى؛ دغه ليږل شوي لستونه توحيدکړي او په ډير لنډ ممکن وخت کې دې د منظورۍ لپاره د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهوري رياست مقام ته وړاندې کړي .
تطبيقوونکې مرجع
يوولسمه ماده : 
د دغه فرمان د حکمونو د عملي کولو په موخه په مرکز او ولايتونوکې په دې ترکيب کميسيون جوړ شي.
١_  په مرکزکې د حکمونو د تنفيذ د څارنوالى رييس او په ولايتونوکې  د استيناف څارنوالى  رييس، د رييس په توګه.
٢_ د ملي امنيت د لوى رياست استازى، د غړي په توګه.
٣_  په مرکزکې د جيلونو د لوى رياست استازى او په ولايتونوکې د بنديانو په برخه کې د جيل آمر د غړي په توګه.
٤_ د محجوزينو په برخه کې د ماشومانو د اصلاح  او روزنې د مرکز آمر د غړي په توګه.
٥_  د ملي اردو د بنديانو په برخه کې د ملي دفاع وزارت استازى د غړي په توګه .
٦_  د ښځينه محجوزينو او بنديانو په برخه کې د ښځو د چارو وزارت استازى دغړي په توګه.
٧ _  د افغانستان د بشر د حقوقو د خپلواک کميسيون استازى د غړي په توګه.
د رپوټ وړاندې کول
دولسمه ماده.
د دغه فرمان د تطبيق کميسيونونه مکلف دي؛د جنسيت د جرمونو د څرنګوالي د محکومينو د کټګورۍ محجوزين او بنديان او د اجرااتو د بشپړولو د نيټې په تفکيک سره د استفاده کوونکو د ټول شمېر په ګډون خپل کاري رپوټ د لوى څارنوالى د ادارې د دارالانشا رياست له لارې د افغانستان د اسلامي جمهوريت د کورنيو چارو وزارت او د چارو د ادارې لوى رياست ته وړاندې کړي.

انفاد
ديارلسمه ماده:
دغه فرمان د ١٣٩٥ کال د وږي د مياشتې له يو ويشتمې نيټې څخه نافذيږي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته