ټولنه

دپوهنې وزارت پرون دلوګرولايت په دارالمعلمين کې له نجونو محصلانوسره نغدي مرسته وکړه.

کابل باختردزمري دمياشتې ٧ :
دپوهنې وزارت پرون دلوګرولايت په دارالمعلمين کې له نجونو محصلانوسره نغدي مرسته وکړه.
دلوګرولايت دپوهنې رياست ويندوى باخترآژانس ته وويل: دغه نغدي مرسته دپوهنې وزارت سکالرشيپ د پروګرام له خوا زده کړې ته د محصلانو د هڅونې په مقصد له مستحقو محصلانو سره شوې ده.
خبرځاى زياته کړه: په دې پروګرام کې ١١٤ تنو محصلانو ته يومليونو درې سوه اته شپيته زره افغانۍ وويشل شوې چې هرې محصلې ته دولس زره افغانۍ وررکړې شوې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته