ورزش

ننګرهار کې د والیبال پيل شوې سیالۍ د میګانو لوبډلۍ په اتلولۍ سره پای ته ورسیدې

جلال اباد باختر د کب ۲۰مه
د ننګرهار ولایت په چپرهار ولسوالۍ کې د والیبال پیل شوې سیالۍ د شولانې میاګانو لوبډلې په بریا سره پای ته ورسیدې.
د دغه ولایت د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي د باختر اژانس سیمه ېیز خبریال ته وویل چې یادې سیالۍ د دولسو لوبډلو ترمنځ  په چپرهار ولسوالۍ کې  پیل شوې وې چې درې ورځې یې دوام وکړ.
د سیالیو مسوولین بیا وايي چې یادې سیالۍ یې د غوره لوبډلو د جوړولو په پار جوړې کړې وې چې په دغو سیالیو کې له ګډون کوونکو لوبغاړو څخه به یوه غوره لوبډله جوړه کړي.
په ورته وخت کې که څه هم د والیبال لوبغاړي د سیالیو په جوړولو خوښ برېښي ، خو له دولت څخه غوښتنه کوي چې په یاده ولسوالۍ کې ورته یو معیاري لوبغالی جوړ کړي.پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته