امنیت

دطالبانو درې مهم غړي په لغمان کې ونيول شول .

کابل دچنکاښ ٥مه / باختر :
دلغمان سيمه ييزو مسوولينو  دوسله والو طالبانودډلې  ددريو مهمو غړو  دنيولو خبرورکړ .
دغه کسان  پرون ناوخته  دکابل _ جلال اباددلويې لارې په تګلوري کې دقرغيو ولسوالى په مربوطاتو کې دپوځيانو  په کمين کې ونيول شول  .
دلغمان ولايت دملي امنيت رييس  جنرال غلام حيدر رحمان زوي  له خبريالانو سره په غونډه کې وويل  چې دطالبانو دډلې دغو دريو مهمو غړو غوښتل په کاپيسا کې يرغلګرو ته  وسلې ولېږدوي .
له دغووسله والو طالبانو څخه  يوشمېر سپکې اودرندې وسلې  ترلاسه شوي دي
وسله والو طالبانو تراوسه پورې په دې باب څه نه دي ويلي .
  ختم _ ج _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته