امنیت

ملي امنيت دانسان تښتونې يوه نهه کسيزه ډله په کابل کې ونيوله .

کابل باختر دثور ٢٤:
دملي امنيت لوى رياست منسوبينو نن دانسان تښتونې يوه نهه کسيزه ډله ونيوله .
باختراژانس دملي امنيت دلوى رياست دمطبوعاتي دفتر دمعلوماتوله مخې، خبر ورکړ :دغه ډله دسيد مصطفي  اکبري په مشرۍ  چې په اغاصاحب مشهور دى له اتو تنو ملګرو سره يې  دکابل ښار ديوولسمې ناحيې په ساحه کې دملي امنيت درياست دمنسوبينو له خوا ونيول شو .
نيول شويو کسانو اعتراف کړى دى چې دپريسا په نامه يو پنځه کلن ماشوم يې ٢٣ ورځې مخکې ددې له کورنۍ څخه  ١٠٥ زرو امريکايي ډالرو دغوښتنې په مقصد  تښتولي او پاکستان ته يې  ليږدولى  دى او غوښتل يې چې دغه پيسې  دپريسا له پلار څخه ترلاسه کړي .
نيول شوي کسان  چې دانسان تښتونې  يوځانګړې ډله وه چې دملي امنيت په سختو عملياتو کې په ننګرهار او کابل ولايتونوکې نيول شوي او کوچنى ماشوم يې دهغوى له منګولو څخه ازاد کړى او خپلې کورنۍ ته يې سپارل شوى دى  دپريسا پلار دخپل لور دبيا ترلاسه کولو په خاطر دملي امنيت  درياست دمنسوبينو له هلوځلو  څخه په مننې سره له عدلي اوقضايي مراجعو څخه  غواړي چې نيول شوي انسان  تښتوونکي دخپلو عملونو په سزا ورسوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته