ټولنه

په فارياب کې دخوراکي توکو او دکرنې دتخم ويش پيل شو

په فارياب ولايت کې دوچکالي  له امله له مصيبت ځپلو بزګرانو او خلکو سره دمرستې پروګرام پيل شو.

په دې  پروګرام کې ټاکل شوې ده په فارياب ولايت کې په نهه ديرشو مستحقو کورنيو سره دخوراکي اوحيواني توکو اودکرنې اصلاح شوي تخم مرسته وشي .

دفارياب والي عبدالحق شفق  دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل، په دغه پروګرام کې هري کورنۍ ته دوه سوه  کيلوګرامه غنم، ٢٥ کيلوګرامه  وريجي ، ١٢٠ کيلوګرامه دڅارويو خوراکي توکي  اوپنځوس کيلوګرامه دکرنې اصلاح شوي تخم ورکول کيږي .

دفارياب والي والى وايي دهغې سروي له مخې چې په دې برخه کې ترسره شوي  دمرستې دغه پروګرام له پرون راهيسي دميمنې له ښارڅخه پيل شوي  او ټاکل شوې ده ترڅو نورو ورځو پورې ددغه ولايت په کچه تطبيق شي .

دفارياب والى په دغه ولايت کې دبيوزلي  او وچکالي په اندازه ددولت له خوا دغه مرسته  ناکافي وبلله او ددې مرستې دزياتوالي غوښتنه يې وکړه.

په فارياب کې وروستي وچکالي ددغه ولايت  بيوزلى اوبزګرخلک دخوراکي توکو له کمښت اوبيوزلي سره مخامخ کړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته