کابل – باختر دمرغومې دمياشتې ٢١
دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامد کرزي د خواشينۍ او ډاډګيرنې پيغام:
په ډيرې خواشينۍ سره خبر شوم چې دلوګر ولايت قومي مشر او دسولې شورى غړى محمد عثمان احمد زى د ورپيښې ناروغۍ له امله له دې فانى نړۍ څخه سترګې پټې کړي دي .
انا لله وانااليه راجعون .
ارواښاد حاجي محمد عثمان احمدزى دخپلې سيمې قومي مشر او د سولې دشورى غړى و . دافغانستان سولې او خلکو ته يې خدمات دقدر وړ او مړينه يې يوه ضايعه ده.
دخپلې خواخوږۍ او ډاډګيرنې مراتب د ده کورنۍ ، دوستانو او دلوګر ولايت خلکو ته وړاندې کوم.
الله تعالى دې دى وبخښي او کورنۍ ته دې يې جميل صبر په نصيب شي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ