امنیت

په ننګرهار کې دبيلابيلو جنايي پيښو په اړوند د ٢٣ تنو نيول کيدل .

کابل باختر د تلې اووه ويشتمه :
په ننګرهار ولايت کې دبيلابيلو  جنايي پيښو  په اړوند ٢٣ تنه ونيول شول .
دغه کسان په تيرو څليرويشتو ساعتو کې دننګرهار ولايت په بيلابيلو سيمو کې دپوځيانو دځانګړو عملياتو او پلټنې په بهير کې نيول شوي دي . 
دننګرهار ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقي وال باختراژانس ته وويل چې په نيول شويو کسانو دوژنې ، غلا ، دنشه يي توکو دقاچاقو  دانسان تښتونې تور لګول شوى دى .
ده وويل چې دغه کسان دننګرهار ولايت په بيلابيلو سيموکې دپوځيانو دعملياتو او پلټنې په بهير کې  نيول شوي دي . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته