سیاست

د پارلماني انتخاباتو د کمېسيون اعلاميه!

 کابل باختر د تلې ٢٦ مه
څرنګه چې د ۱۳۹۷ کال د پارلماني انتخاباتو نوماندان د دې شاهد دي چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د پارلماني انتخاباتو د ترسره کولو په درشل کې دی او کمېسیون په هیواد کې د اساسي قانون او د انتخاباتو قانون پر بنسټ د هر ډول انتخاباتو د مدیریت او ترسره کولو واک لري چې د دې ملي بهیر د ترسره کولو لپاره لازمه ده چې د خلکو باور او ډاډ لا پیاوړی شي.
د انتخاباتو قانون د ۷۶مې مادې او ۱۳۹۷ کال د زمري د ۳مې نیټې د تصویب شوي طرزالعمل د ۴۱ ګڼې پر بنسټ د ولسي جرګې د انتخاباتي سیالیو موده ۲۰ ورځې ټاکل شوې ده، د دې موادو په پام کې نیولو سره د  تلې له ۶مې نیټې څخه د انتخاباتي سیالیو پړاو پیل شوی دی چې ۱۳۹۷ کال د تلې په ۲۶مه د پنجشنبې په ورځ پای ته رسیږي. له همدې امله د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د رڼو، عادلانه او بیطرفه انتخاباتو په موخه د ولسي جرګې ټولو نوماندانو ته سپارښتنه کوي چې د انتخاباتو قانون، لایحو او کړنلارو په پام کې نیولو سره، انتخاباتي سیالۍ او کمپاینونه ودروي او له هر هغه عمل څخه ډډه وکړي چې د دې ملي بهیر د کمزورتيا او ګډوډۍ لامل ګرځي.

د انتخاباتو قانون د ۷۶مې مادې د دویمې فقرې پر بنسټ، د ولسي جرګې انتخاباتي سیالۍ د انتخاباتو له ورځې ۴۸ ساعته مخکې پای ته رسیږي،نو قدرمن نوماندان مکلف دي چې په دې برخه کې لاندیني موضوعات په پام کې ونیسي:
_ د انتخاباتو قانون د ۷۹مې مادې پر بنسټ، قدرمن نوماندان مکلف دي چې د سکوت له دورې له پیلیدو مخکې خپل تبلیغاتي مواد او انځورونه چې د رأی اچونې مرکز په سل مترۍ کې ځوړند او ښودل شوي وي، لرې کړي.
_ د ۱۳۹۷ کال د اسد د ۳مې نیټې د ۴۱مې ګڼې د لایحې مطابق، په سکوت دوره کې نوماندان نشي کولای انتخاباتي سیالۍ (د غونډو ترسره کول، په رسنیو کې د خپلو سیاسي کړنلارو خپرول، د بلبورډونو او پوسټرونو لګول) مخته بوځي.
_ د یادې لایحې د ۴مې له مخې نوماندان مکلف دي چې د انتخاباتو سیالیو له پاى رسېدو د ۲۰ ورځو په موده کې له ښار څخه خپل انتخاباتي مواد او کمپایني انځورونه راټول کړي او د ښار په پاکوالي کې برخه واخلي.
د دې لایحې د ۴مې مادې د ۱۳مې فقرې پر بنسټ د نوماندانو، ګوندونو، سیاسي ائتلافونو او پلویانو له لوري یی د پورتنيو موضوعاتو د نه رعایت په صورت کې به، کمېسیون دا موضوع له اړونده ادارو سره په رسمي ډول شریکه کړي.
همدارنګه حقیقي او حکمي اشخاص کولای شي خپل شکایت د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون کې ثبت کړي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته