سیاست

د ازبکستان د بهرنیو چارو دوزیر په مشرۍ لوړ پوړي پلاوي په کابل کې د ملي امنیت له سلاکار سره وکتل

کابل باختر د چنګاښ  اوولسمه
د دوست هېواد ازبکستان د بهرونیو چارو وزیر ښاغلی عبدالعزیر کاملوف، چې د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ نن سهار کابل ته را ورسید، د افغانستان د ملي امنیت له سلاکار ښاغلي محمد حنیف اتمر سره په کتنه  کې یې د افغانستان او سیمې پر بیلابیلو موضوعاتو خبرې وکړې
دملي امنيت  دسلاکار دفتر باختر اژانس ته خبرورکړ .
دملي امنیت سلاکار ښاغلي کاملوف او ورسره پلاوي ته، چې د افغانستان لپاره د ازبکستان د جمهوررييس ځانګړی استازی، د نړیوالې سوداګرۍ وزیر او یو شمیر نور پکې شامل وو، د هرکلي ترڅنګ د افغانستان د سولې، ثبات او اقتصادي ښه والې په برخه کې د دغه هېواد له همکاریو او نوښتونو څخه قدرداني وکړه.

ښاغلي اتمر وویل، د افغانستان د کړکیچ له پاره د سوله ییزو حل لارو په موندلو کې د ازبکستان همکاري خورا اهمیت لري او په دې برخه کې یې د دغه هېواد د ونډې د پراختیا غوښتنه وکړه. ده زیاته کړه، چې د سیمه ییزو همکاریو، امنیت او ثبات د ټینګښت په برخه کې ازبکستان د سیمې په کچه کامل باور لري او افغانستان له دغه هېواد سره د خپلو سیاسي، اقتصادي او دوه اړخیزو اړیکو د دوام او پراختیا له پاره پوره چمتوالی لري. ښاغلي اتمر په ځانګړي توګه د تاشکند کنفرانس جوړیدل د سولې او سیمه ییزو اړیکو د پراختیا له پاره مهم ګام و باله او د دې کنفرانس په ترڅ کې د نیول شویو تصمیمونو او هوکړو پر عملي کیدو یې ټینګار وکړ.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي عبدالعزیز کاملوف وویل، چې ازبکستان د افغانستان د سولې په بهیر کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دی او د افغانستان د سولې له پاره یې د خپل هیواد د سیاسي مشرتابه له هڅو څخه افغان لوري ته مالومات ورکړل. ښاغلي کاملوف په سیمه ییزو همکاریو او اړیکو کې په لوړه کچه د افغانستان په داخلیدو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې په سیمه ییزو موضوعاتو او پریکړو کې به د افغانستان له قوي حضور څخه ملاتړ وکړي. د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر همداراز د افغان حکومت له خوا د اوربند اعلام غوره نوښت و باله او دا یې په افغانستان او سیمه کې د سولې او امنیت د ټینګښت له پاره مهم پیل و باله.

په دې ناسته کې دواړو لورو، په نړیواله کچه د افغانستان او سیمې په اړه پر کیدونکو بحثونو هم خبرې وکړې او د ځینو نظریو د عملي کیدو په برخه کې هوکړې ته ورسیدل.پاى- ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته