ټولنه

په لغمان کې د ښځو نړيواله ورځ ونمانځل شوه.

-مهترلام دکب دمیاشتی نهه لسمه باختر
دغه غونډه چې دښځې دورځې په مناسبت د لغمان ولايت د ښځو دچارو رياست په انګړ کې جوړه شوې وه د لغمان والي عبدالجبار نعيمي ، يو شمېر ملکي او امنیتي دولتي چارواکو،په زون کې د ملګرو ملتونو د دفتر مشرې  هیرن سانګ، د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون مشرې صبرینا حمیدي،د کابل پوهنتون استادې حمیرا حقمل، دلغمان د ښځو دچارورياست سرپرستې ، د زون په کچه د ښځو استازو او د لغمان ولایت د مرکز او ولسوالیو په لسګونو ښځو برخه اخیستې وه.
د لغمان ولایت د ښځو چارورياست سرپرستې نسرین حسین خیل  د هېواد د لومړۍ میرمنې بي بي ګل غني پیغام ولوست په پیغام کې په لغمان ولایت کې د شاندارو مراسمو په ترڅ کې د ښځو د نړیوالې ورځې نمانځل کیدل یوه مثبت تغیر او ښه ګام یاد شوی وو  کوم چې پراساس به یې ښځې د خپلو حقونو او ژوند د ښه والي لپاره غږ اوچت کړي، په پیغام  کې دلغمان ولایتي اداره ستایل شوې او پردې بریالۍ بلل شوې چې د ښځو ژوند، زده کړو او روغتيا ته ځانګړی کار کوي او د ولایت د پرمختګ لپاره یې اساسي کړنې ترسره کړې دي.
د هېواد د لومړۍ میرمنې اغلې بي بي ګل غني په پیغام کې له ټولو ښځو غوښتل شوي چې د خپل هېواد د ابادۍ او پرمختګ لپاره شپه او ورځ کار وکړي او د لغمان ولایت ولسونو ته ډاډ ورکړل شوی چې دغه ولایت ته به ځانګړې پاملرنه کوي او له نږدې به د لغمان ولایت د ښځو غږ اوري.
لغمان والي عبدالجبار نعیمي چې په ياده غونډه کې يې خبرې کولې وویل (یواځې په ښارونو نه بلکې په کلیو او بانډو کې هم باید د ښځو حقونو او ژوند ته پاملرنه وشي)
ده دغونډې ټولو برخوالو ته ډاډ ورکړ چې د ملي یووالي د حکومت د تګلارو سره سم به د لغمان ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي، ژوند د ښه والي، پوهنې او روغتیا په برخو کې خدمت وکړي څو د دغه ولایت ښځې د پرمختګ،امینت او سولې په بهیرونو کې خپل ولس ته د خدمت جوګه شي.
دلغمان والي وویل په لغمان کې  اوس شاوخوا پنخه سوه تنه ښځې په بیلابیلو ادارو کې ولس ته خدمت کوي او هڅې روانې دي چې نور هم د ښځو لپاره کاري زمینې برابرې شي، نوموړي زیاتوله چې پروژوي فعالیتونه د ښځو په وړاندې اساسي ستونزې نه شي هوارولی بلکې هغه بنسټیز لنډ مهاله، منځ مهاله او اوږد مهاله پلانونه د ښځو په وړاندې پرتې ستونزې هوارولی شي چې د ټولنې د عیني او ذهني شرایطو پر بنسټ جوړ شوي وي.
نعیمي د لغمان ولایت له ټولو ښځو وغوښتل چې د دغه ولایت د امنیت او پرمختګ په ټولو چارو کې رغنده ونډه واخلي او تل خپل غږ اوچت وساتي.
ورپسې د کابل پوهنتون استادې حمیرا حقمل، په ختيخ کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون رييسې صبرینا حمیدي، د ولایتي شورا وکیلې راضیه نیازۍ او یو شمیر نورو ښځو په خپل وار سره خبرې وکړې
په ختیځ زون کې د ملګرو ملتونو د دفتر مشرې اغلې هیران سانګ د یوناما د ارزونو په اساس وویل چې په دې وروستیو څو میاشتو کې په لغمان ولایت کې په هره برخه کې مثبت بدلون او پرمختګ رامنځته شوی دی، نوموړې په دغه ولایت کې د پرمختګ او مثبت خوځښت رامنځته کیدل د ولایتي ادارې د ښه مدیریت او رهبریت پایله یاده کړه، ژمنه یې وکړه چې دغه ولایت ته به د نړیوالې ټولنې مرستې او همکارۍ راجلب کړي  او د ښځو د ژوند د ښه والي په برخه کې به اساسي همکارۍ وکړي.
په دې غونډه کې د عالمانو شورا رئیس مولوی عبیدالله الکوزي هم خبرې وکړې او د ښځو پر وړاندې هر ډول تاوتریخوالی یې وغانده    .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته