اقتصاد

د کمال خان بند د وري په څلورمه نيټه پرانستل کېږي

کابل /د کب ٣٠مه /باختر
د اوبو چارو د سمون د ملي ادارې مرستيال وايي چې د کمال خان بند د ١٤٠٠ کال د وري په ٤نيټه په رسمي ډول پرانستل کېږي.
د باختراژانس خبريال د خبرله مخې، د اوبو چارو د سمون د ملي ادارې تخنيکي مرستيال احمد ويس بصيري نن په يوه ګډه خبري ناسته کې وويل چې د کمال خان بند د پرانستلو لپاره تيارى بشپړې شوي دي او ټاکل شوې ده دغه بند د ١٤٠٠ کال د وري په٤مه پرانستل شي.
هغه د کمال خان بند اقتصادي ارزښت ته په اشارې سره وويل دغه بند د ١٧٤ زره هکتاره ځمکې د خړوبولو ظرفيت لري .
دغه راز د کابل د دريايي حوزې لوى رييس فومن فروغ په کابل کې تر ځمکې لاندې اوبو د کچې له کمښت څخه انديښنه څرګنده کړه او هغه پروګرام ته يې اشاره وکړه چې کولاى شي دغه ستونزه لږ کړي .
هغه وويل زموږ د پروګرامونوله مخې په لومړى پړاوکې ټاکل شوېده د اوبو اتيا څاګانې چې د کابل د سمسورتيا رياست د ښار د سمسورتيا لپاره ورڅخه استفاده کوي وتړل شي .
او پرځاى يې له سطحي اوبو څخه استفاده وشي .
هغه دغه راز وويل چې د شاتوت بند د جوړولو په بشپړېدو او کابل ته د پنجشير سيند د اوبو د لېږدونې د پروژې په بشپړېدو سره به په لنډ مهالې کې د کابل ښار تر ځمکې لاندې اوبو څخه د استفادې کچه ډيره لږه شي .
دغه راز د اوبو چارو د تنظيم د ملي ادارې د اوبو د منابعو لوى رييس فايز الرحمن عزيزي د هېواد د اوبود منابعو ټول ظرفيت څه دپاسه ٩٦مليارد مکعب متره اعلام کړ او ويي ويل چې له دې جملې څخه ٥٣ مليارد مکعب متره يې سطحې اوبه جوړوي .
هغه په افغانستان کې د وچکاليو باالقوه ګواښ ته په اشارې سره وويل چې د اوبو چارو د تنظيم ملي اداره د سطحي او تر ځمکې لاندې اوبو د مديريت لپاره يولړ پروګرامونه ترلاس لاندې لري چې د کمال خان بند پرانستل اوله هغه څخه ګټه اخستنه له دغو پروګرامونوڅخه دي .
ختم- ج _ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته