کابل / دتلې ٢٣مه /باختر :
دوه تنه ملکيان نن سهار دطالبانو د ځاى پرځاى شوي ماين په چاودنه کې په غزني کې شهيدان شول .
دغزني دوالي وياند محمدعارف نوري باختراژانس ته وويل چې دغزني دده يک ولسوالۍ دبريمز سيمې په نياز کلا کلي کې دماين په چاودنه کې دوه تنه ملکيان شهيدان شول .
هغه زياته کړه چې وژل شوي کسان ديو دينا ډوله موټر سپرلۍ وو چې ددغه ولايت دده يک ولسوالۍ په لور روان وو .
ختم_ عطاالله _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ