امنیت

څوتنه ياغيان ووژل شول

کابل باخترد تلې ٣
په غزني ولايت کې دپوځى عملياتو په بهيرکې څوتنه ياغيان ووژل شول. دغه ياغيان نن سهار دقره باغ ولسوالى په مربوطاتو کې په درسي حال کې چې په يو جومات کې دترورستى بريدونو په طرحه کولو بوخت و، دافغان او ناټو دځواکونو له خوا پرې بريدوشو او ووژل شول. باختر آژانس دناټو خبرپاڼې له خولې خبر ورکړ: ياغيانو ددغو عملياتو په بهيرکې په افغان او بهرنيو ځواکونو بريد وکړ چې له امله يې څوتنه ياغيان ووژل شول.
ناټو وايي: په دې جومات  کې دياغيان په لسګونو ميله  سپکې او درندې وسلې ترلاسه شوى دى.
په خبرپاڼه کې د افغان او ناټو دځواکونو دسر د احتمالي زيان په باب څه نه دى ويل شوى.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته