امنیت

ناتو دافغانستان دامنيتي ځواکونو په تمويلولو کې دروسيې اوچين د وندي اخستنې غوښتنه وکړه .

بروکسل  باختر دثور  دويمه

 دناتو سرمنشي اندرس فوک راسموسن له ورسيې اوچين څخه غوښتي دي چې په  ٢٠١٤ کال کې له افغانستان څخه دنړيوالو محاربوي   ځواکونو  له وتلو وروسته دافغانستان  دامنيتي ځواکونو په تمويلولو کې  ونډه واخلي .

 درارسيدلو رپوټونوله مخې ناتو مخکي له دې چې له افغانستان څخه دبهرنيو ځواکونو دوتلو وخت راورسيږې دافغانستان ځواکونو ته دمالي منابعو دپيداکولو لپاره هلې ځلې پيل کړي دي .

 ناتواټکل کوي چې له دغې نيټي وروسته دافغانستان دملي اردو دساتني کلنۍ لګښت به څلورو ملياردو ډالرو ته ورسيږي او امريکا له خپلو اروپايي متحدينوڅخه غواړي  چې ددغه لګښت  يو اعشاريه درې مليارده ډالره برابر کړي .

 دناتو سرمنشي له روسيې اوچين او نورو هيوادونو څخه غواړي چې له  ٢٠١٤ کال وروسته افغانستان ته ديو پياوړي اردو شتون وټاکي .

  ټاکل شوې ده امريکا او ناتو دشيکاګو په غونډه کې له  ٢٠١٤ کال  وروسته له افغانستان سره دهمکاري  لپاره دخپلو متحدينو داوږد مهالو ژمنو ضمانت  وکړي .

 په بروکسل کې دتيري اوونۍ په غونډوکې دناتو دبهرنيو چارو وزيرانو د روسيې دبهرنيو چارو له وزير سره دافغانستان او نورو مسئلو په باب خبري وکړې .

 دناتو سرمنشي په دې کتنه کې له روسيې څخه وغوښتل چې په افغانستان کې دناتو اکمالاتو لپاره خپلي ترانزيتي  لارې پراخي کړې .

 دناتو دسرمنشي د څرګندونوله مخې  روسيې دناتو لپاره ديوې بلي ترانزيتي  لارې دپرانستلو په خاطر  ژمنه کړې ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته