امنیت

تبصره

کابل باختر د چنګاښ شپږمه :
پرون دنشه يي توکو پرخلاف له نړيوالې ورځې  سره برابره وه او داکار ددې  څرګندوى دى  چې دنشه يي توکو پديده او دهغو ناوړې  پايلې ديوه هيواد يوې سيمې او ديوې ټاکلې سياسي جغرافيه  ستونزه نه ده بلکې يوه پراخه نړيواله ستونزه ده چې دګډې مبارزې او پرله پسې  کار غوښتنه کوي.
دباختراژانس مبصر ليکي :
پرون دجون دمياشتې پنځه ويشتمه او دچنګاښ دمياشتې پنځمه نيټه د نشه يي توکو پرخلاف دمبارزې له نړيوالې ورځې سره برابره وه ،ددغې کرغيړنې  ، ناوړې او شرموونکې پديدې پرخلاف مبارزه چې دپراختيا په حال کې دحکومتونو امنيت ،  اقتدار او  صلاحيتونه يې تر اغيزې لاندې نيولي دي او اوږدې کيدو تر څنګ  يې جنايت او فساد زيات کړى دى .
نن ورځ دنشه يي توکو قاچاق دهيوادونو ترمنځ په يوې ځنځيري  ستونزې بدل شوى دى او دا ددې څرګندوى دى چې دنشه يي توکو پرخلاف  مبارزه ديوه هيواد له قدرت څخه بهر دى، او دهيوادونو ترمنځ يواځې هدفمند او ګډ کار کيداي شي دنشه يي توکو پرخلاف  دمبارزې ځانګړي  وي .
له بده مرغه  نن ورځ په افغانستان تور لګول کيږي چې ګڼې دنړۍ په کچه دنشه يي توکو ډير ستر توليدونکى دى، او دغه هيواد کال په کال دنړۍ په سلو کې څلور اويا نشه يي توکي تمويلوي .
دنشه يي توکو په توليد کې دلومړي درجه هيوادونو ترمنځ دافغانستان ځاى نيول زموږ دهيواد دهويت ، فرهنګ ، تاريخي لرغونتيا او تمدن سره په تضاد کې دي
دايو تريخ حقيقت دى چې افغانستان دنشه يي توکو د توليد دسترو هيوادونو په جمله کې دى خو هيره دې نه شي چې نشه يي توکي او په دغو توکو روږدي کيدل له بهر څخه افغانستان ته صادرې شوې پديدې دي چې په بهرنۍ  لاسوهنې اوزموږ هيواد ته دتروريزم په صادرولو سره رواج شوى دى.
نن ورځ که چيرې افغانستان  دنشه يي توکو د ډير ستر توليدونکي په توګه  بلل کيږي زموږ په هيواد کې دروږدوکسانو شمير هم يو ستر شمير او له انديښنو ډکه فيصدي  ده چې په افغاني ټولنې  تپل شوې ده، او دا افغانان دي چې له بل هر هيواد څخه زيات  دنشه يي توکو له پلوه له ستونزو سره مخامخ دي .
دنشه يي توکو دکرکيلې قاچاقو او روږدي کيدو له پلوه د افغانستان نننۍ ستونزه په دغه هيواد کې له لس کاله مخکې اوشل کاله مخکې سره دپرتلې وړ نه ده، علت په دې کې نغښتى دى چې دنشه يي توکو کرکيلې او قاچاقو زموږ په هيواد کې له تروريزم او له بهرني لاسوهنې سره جوخت وده کړې ده .
نن ورځ نړۍ په دې کار اعتراف کوي چې دتروريستي سازمانونو دتمويل مهمه برخه چې افغانستان يې دخپلو فعاليتونو ډګر ګرځولى دى، او زموږ له خلکو څخه غچ اخلي، له نشه يي توکو څخه تمويليږي  په دې ترڅ کې  په افغانستان کې اوسنۍ ناوړه حالت ددې سبب شوى دى چې په دغه هيواد کې توليد شويو نشه يي توکو ته ديوې ګټورې سوداګرۍ په توګه وکتل شي .
زيات دلايل او سندونه شته چې ثابتوي په سيمه کې داستخباراتو سازمانونه او په هغو پورې اړوند مذهبي افراطي  جريانونه په افغانستان کې دنشه يي توکو دتوليد دماجرا ترشاه  ځاى لري  او نه يواځې ددغې ناروا سوداګرۍ ملاتړ کوي  بلکې په خپله پکې ښکيل دي، او دليږدونې او ترانزيت زمينه يې مساعده کړې ده .
له بلې خوا په افغانستان کې توليد شويو نشه يي توکو ته په بهرنيو هيوادونوکې ورځ په ورځ زياتيدونکي غوښتنې ددغې وژونکې  مادې دکرکيلې   بازار او سوداګرۍ ساحه پراخه کړې ده.  هغه نور هيوادونه چې په افغانستان کې دنشه يي توکو دکرکيلې  او قاچاقو دزياتوالي نارې سورې وهى هيڅکله  يې دخپلو هيوادونو په بازارونو کې دغوښتنې دکمښت په برخه کې  فکر نه دى کړى او هيڅکله يې دافغانستان دخلکو دغو چيغو ته  چې لږ ترلږه  دې دکيمياوي توکو په صادرولو کې چې دنشه يي توکو له توليدولو  سره مرسته کوي، له افغانستان سره همکاري وکړي  مثبت ځواب  نه دى ورکړى، موږ منوچې زموږ هيواد دنشه يي توکو په يوه ستر توليدونکي هيواد بدل شوى دى .
  نړيواله ټولنه  په تيره بيا دافغانستان په ګاونډ کې هغه هيوادونه چې په خپلو هيوادونو کې دنشه يي توکو دروږدى کيدو او دقاچاقو ستونزه په افغانستان پورې اړوند بولي، ووايي چې نشه يي توکو ته دغوښتنې دکمښت اودکيمياوي  توکو او دنشه يي توکو دتوليد دمرستندويو موادو دقاچاقو  دمخنيوي په لاره کې او دقاچاق  وړونکو پرمخ دخپلو هيوادونو دلويو لارو دتړلو په لاره کې له افغانستان سره څه همکاري کړې ده، له شک پرته هاند هغوى نه شي کولاي په  دې لاره کې خپل ځان ته هم قناعت ورکړي، افغان مقامات او زموږ خلک په دې فکر کې دي چې دنشه يي توکو ستونزه يوه پيچلې  سميه ئيزه  او نړيواله ستونزه ده  چې حل کول يې دواقعيتونو  له منلو سره تړاو لري.
  دلته همغږي  او رښتينې  ژمنې  ددقت وړ دي چې کولاي شي  له دغې پديدې سره دمبارزې لاره لنډه کړي ، دتورونو له لګولو، پلمو او تحريف  شويو ارقامو له وړاندې کولو څخه ډډه وشي او يواځې په صادقانه همکارۍ ژمنه کولاي شي  ستونزې حل کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته