امنیت

درې طالبان په غزني کې ووژل شول

کابل / د مرغومي ٢٦ مه/ باختر  
د يوه پاکستاني په ګډون درې وسله وال طالبان تېره شپه په غزني کې ووژل شول.
باختر آژانس د ملي امنيت لوى رياست د خبرپانې له خولې خبر راکړ:
دغه وسله وال طالبان د دغه ولايت د مقر ولسوالۍ په شمشي سيمه کې د وګړنيو پاڅون کوونکو په کمين کې ووژل شول.
هغه زياته کړه: په پېښه کې دوه نور وسله وال طالبان ټپيان او د هغوى څو جنګي وسايل هم له منځه وړل شوي دي.
پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته