امنیت

د تيرې شپې په چاودنه کې يو تن ووژل شو او ٢٢ تنه نور ټپيان شول

کابل – باختر د مرغومې دمياشتې ١٥
د کابل نړيوال هوايي ډګر ته څېرمه د تيرې شپې په چاودنه کې يو تن ووژل شو او  ٢٢ تنه نور ټپيان شول.
دکابل ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند بصير مجاهد د باخترآژانس خبريال ته وويل چې دغه پيښه په يوه ډينا ډوله موټرکې د ځاى پرځاى شويو ماينونو د چاودنې زيږنده ده چې ځانمرګي يرغلګر له دغه موټرڅخه په استفادې سره غوښتل  چې  ځان اکمالاتي کمپ ته ورسوي، خو له کمپ څخه بهر چاودنه وشوه او دکمپ ديوال او ځينې کړکۍ او دروازې يې ويجاړې کړې دي.
مجاهد زياتوي چې ددغې پيښې  ټول ټپيان او وژل شوى سړى ملکي وګړي وو.
د مجاهد دڅرګندونوله مخې: دغه کمپ پوځي اکمالاتي کمپ نه بلکې يو ملکي کمپ و او په هغه کې ملکي وګړي دنده ترسره کوي او تر اوسه پورې په کمپ کې  د سر د اوښتو زيانونو او مالي تاوانونو په باب خبر نه دى ترلاسه شوى.
ده دغه راز وويل چې د دغې چاودنې له امله دسيمې د ځينو کورونو او دکانونو ښيښې هم ماتې شوې دي چې له امله يې يوشمير کسان ټپيان شوي دي.
دغه چاودنه په داسې حال کې وشوه چې پرون سهار دکابل نړيوال هوايي ډګرته څېرمه دهواپوهنې ادارې په ساحه کې  چاودنه وشوه چې له امله يې ځانمرګي يرغلګر ووژل شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته