اقتصاد

په ننګرهارکې د اوسپنې ویلي کولو په تولید او د فابریکو په شمېر کې ډېروالی راغلی دی

کابل \ د غويي ۱۴مه \ باختر
د ننګرهار د صنعت او سوداګرۍ رئیس محمد حسن محسن وایي چې د پخوا پرتله اوس مهال د اوسپنې ویلي کولو په برخه کې د پانګه والو پاملرنه ډېره شوې چې دمګړۍ په یاده برخه کې ۱۳ فابریکې تولیدي فعالیت کوي.
د محسن په خبره؛ په دغو فابریکو کې ۴ سیخ ګول دي چې له ۲۵ څخه تر ۷۰ ټنه پورې او ۹ فابریکې ذوب یا بلیټ دي چې له ۱۰ تر ۳۰ ټنو پورې د ورځې په اوږدو کې تولید لري.
دی وایي چې تراوسه پر دغو کارخونو ۱۰ میلیونه او ۲۷۰ زره امریکایي ډالر پانګونه شوې ده چې ۵۱۳ کسانو ته په مستقیم او ۱۱۰۰ کسانو ته په غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې ده.
د صنعت او سوداګرۍ ریاست د معلوماتو له مخې؛ د ځمکو، برېښنا، کباړ اوسپنې کموالي سربېره د امنیتي ګواښونو شتون د اوسپنې ویلي کولو او سیخ ګول فابریکو پر کار منفي اغېز کړی دی.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته