امنیت

دوه څلويښت تنه وسله وال طالبان په هلمند کې ووژل شول .

کابل باختر د چنګاښ  دولسمه :
   ٤٢ تنه وسله وال طالبان تيره شپه دهلمند ولايت دناوې ولسوالۍ په مربوطاتو کې ووژل شول .
دهلمند ولايت دمطبوعاتي دفتر مسوول محمد زاهد اتل باختراژانس ته وويل دغه طالبان دکوماندو دځواکونو په هغو  ځمکنيو او هوايي عملياتو کې  ووژل شول چې دناوې ولسوالۍ په مربوطاتو کې ترسره شول .
په دغو عملياتو کې دغه راز اووه ويشت تنه نور وسله وال طالبان ټپيان شول .
اتل زياته کړه چې په وژل شويو کسانو کې ددښمن څلور تنه  قوماندانان هم شامل دي .
ده زياته کړه چې ددغو عملياتوپه بهير کې ددښمن څلور موټرونه ، اتلس موټرسايکلونه ، دوه داشکې او نور تجهيزات ترلاسه شوي دي .
محمد زاهد اتل وويل چې دغه عمليات په بشپړه  توګه  د ډار اچوونکو له شتون څخه دناوې ولسوالۍ دلوى کلي ، ژر صاحب او دعينکو دکليو ترپاکولو پورې دوام لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته