کابل – باختر د زمري دمياشتې ١٢
د پوليسو ځواکونو پرون په پکتيکا ولايت کې د وسايطو ضد اته ماينونه کشف او شنډ کړل.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
دغه ماينونه چې د وسله والو طالبانو له خوا دپکتيکا ولايت په مربوطاتوکې ښخ کړى شوي و؛ دملي پوليسو د ځواکونو له خوا د امنيتي ګزمې په بهيرکې کشف او شنډکړى شول.
3 د یوې دقیقې څخه لږ