ورزش

دفوټبال دبي ګروپ سياليو په کابل کې دوام وکړ .

کابل باختر د کب پنځمه :
دفوټبال دبي ګروپ  دټيمونو سياليو پرون په کابل کې  ددوو لوبو سره دوام وکړ .
دکابل دفوټبال فدراسيون مرستيال عبدالبصير قيومي دباختراژانس خبريال ته وويل: په دغو سياليو کې دشاه کلپ  ټيم ديوې په وړاندې په  دوو سره دياران شمال  پرټيم بريالى شو. او په بله لوبه کې دشعاع  او روستا ټيمونو لوبه دپنالتي  په ګوزارونو سره کړه چې ديوې په وړاندې په دوو سره دشعاع  دټيم په ګټه پاى ته ورسيده .
دغه سيالۍ داتو ټيمونو ترمنځ په غازي لوبغالي کې پيل شوې دي چې په دوام يې نن دجهش  ټيم د سباوون له ټيم سره او دمحسن شهيد ټيم جوانان الفت له ټيم سره لوبې کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته