کابل باختر د تلي يو ويشتمه :
په دايکنډي ولايت کې سيمه ئيز خبرځايونه وايي چې ددغه ولايت دولايتي شورا يو غړۍ هم دکابل ښار په سخي زيارت کې دعاشورا په ماتم لرونکو د ډار اچوونکي بريد په قربانيانو کې شامله ده .
سهميه محمدي هم په دغه زيارت کې دعاشورا په ماتم لرونکو کې ګډون درلود چې ديرغلګرو له خوا پرې بريد وشو او شهيده شوه .
په دايکنډي ولايت کې يوسيمه ئيز مسوول په دې پيښه کې دميرمن محمدي شهادت تاييد کړ .
په کابل کې په سخي زيارت دځانمرګي بريد له امله اووه ديرش تنه شهيدان شوي دي او کابو شپيته تنه نور ټپيان شوي دي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ