امنیت

په کابل او ننګرهار کې ځانمرګي بریدونه وغندل شول

کابل / د غويي ٢٦مه / باختر
په بغلان کې له ملکي وګړو څخه د ساتنې ډلې په کابل او ننګرهارکې ځانمرګي بریدونه وغندل.
د باختر آژانس د سیمه ییز خبریال د خبر له مخې؛ د بغلان له ملکي وګړو څخه د ساتنې ډلې د کابل په ختیځ کې د یوې غونډې په ترڅ کې پر نسايي او ولادي روغتون او په ننګرهار کې د جنازې پر مراسمو ځانمرګي بریدونه چې د میندو او ماشومانو په ګډون د لسګونو کسانو د شهادت سبب شول؛ وغندل.
د غونډې ګډونوالو دغه شان جنایتونه د هېواد په تاریخ کې د نه تکرار وړ وبلل او ويې ویل چې دغه راز بریدونه په هېڅ قاموس او دین کې د منلو وړ نه دي.
دوی په افغانستان کې د جزا نړیوالې محکمې د فعالېدو غوښتونکي شول.
ختم/ع

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته