نړيوالې خبري منابع باختردمرغومي دمياشتې ٧نيټه :
په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ د ماموریت عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر په راولپېنډۍ کې د پاکستان د پوځ له مشرجنرال قمر جاوید باجوه سره ولیدل.
د پاکستان پوځ په یوه بیان کې ویلي دي چې جنرال مېلر او جنرال باجوه په سیمه کې د روان وضعیت او په ځانګړي ډول د افغانستان د روغې جوړې د پروسې په اړه خبرې وکړې.
په بیان کې راغلي دي چې دواړو پوځي مشرانو ټینګار وکړ چې یوازې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې پروسه کولای شي چې په افغانستان کې سوله راولي.
د پاکستان پوځ ویلي، جنرال باجوه جنرال مېلرته وویل چې پاکستان دافغانستان د سولې لپار ژمن دی او په افغانستان کې سوله د پاکستان د سولې په مانا ده.
د پاکستان د پوځ مشر او په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان له ترورېزم سره د مبارزې په اړه هم خبرې وکړې.
پاى ذکرالله
0 1 دقیقه لوستل