فرهنګ

فريدالله فرهنګ د هلمند ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ د ريېس په توګه وټاکل شو.

کابل باختر دمرغومې د مياشتې څلورمه
فريدالله فرهنګ د هلمند ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ د ريېس په توګه وټاکل شو.
فريدالله فرهنګ چې د ازادو سياليو له لارې د هلمند ولايت د اطلاعاتو اوفرهنګ رياست ته بریالی شوی و، دهلمند ولايت سرپرست غلام محي الدين صديق ،د ولايتي شورا د ريېس محمد کريم اتل او د يو شمېر ريېسانو په شتون کې نن په رسمي ډول د دغه رياست کارکوونکو ته وروپيژندل شو.
دهلمند ولايت سرپرست غلام محي الدين د نوي ريېس فريدالله فرهنګ په راتګ سره خوښي وښوده او ده ته يې په خپلو کړنو د برياليتوب هيله وکړه.
د ولايتي شورا ريېس محمد کريم اتل،ريېسانو او مدني فعالانو د فريدالله فرهنګ ټاکنه په ځای وبلله.
فريدالله فرهنګ د هلمند ولايت لپاره نوي نومول شوي ريېس د مرسيتال والي څخه د مننې ترڅنګ زياته کړه چې د خپل توان په اندازه به شپه او ورځ هڅه وکړي چې خپل وران ويجاړ هېواد ته د خدمت جوګه شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته