کابل باختر د ثور پنځلسمه :
دعامې روغتيا وزارت نن په دغه وزارت کې د خبريالانولپاره دواټونو دخونديتوب تر عنوان لاندې يو ورکشاپ جوړ کړ.
د باخترآژانس دخبرله مخې: دغه ورکشاپ د نړۍ د روغتيايي سازمان په تخنيکي مرسته د يوې ورځې لپاره جوړ شو او په هغه کې خبريالانو ته د واټونو دخطرونو په باب معلو مات ورکړل شول
په دې ورکشاپ کې څرګنده شوه چې په ٢٠١٤ ميلادي کال کې ترافيکي پيښې په نړۍ کې د سر د زيان په اتمه کټګورى کې وې او د ترافيکي پيښو له امله د سر د زيان شمېر په نړۍ کې د ملاريا او د نري رنځ له ساري ناروغيو څخه زيات دى .
په دې ورکشاپ کې د ترافيکي پيښو له امله د سر د زيان د شمېر د کمښت لپاره د رسنيو له لارې د خلکو د پوهاوي لارې چارې بيان شوې او په دې برخه کې د رسنيو رول ستر وبلل شو.
2 1 دقیقه لوستل