ټولنه

په پکتيا کې د پوهنې بهير د زنګ په وهلو سره پيل شو

کابل باختر د وري دمياشتې شپږمه
په پکتيا ولايت کې نوی تعليمي کال د دغه ولايت د والي زلمي وېسا له خوا په زنګ وهلو سره پیل شو.
په هغو مراسمو کې چې په همدې موخه پر ځای شوي و،والي زلمي وېسا د دغه ولايت د پوهنې رياست په مسئولينو غږ وکړ چې د تېر کال له ستونزو او نيمګړتياوو څخه په تجربې اخیستنې سره د پوهنې بهير لاهم پياوړی کړي.
دغه راز وېسا له ټولو هغو کورنيوڅخه وغوښتل خپل ماشومان چې عمرونه یې له ۷ کلنۍ څخه پورته دي په نږدې ښوونځيو کې شامل کړي.
د پکتيا د پوهنې رېيس کوچي ځاځي د ولايت مقام څخه وغوښتل چې په دغه ولايت  کې د هغو ښوونځيو د ودانيو په جوړولو کې ورسره مرسته وکړي چې ودانۍ نه لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته