فرهنګ

پوهاند محمدرسول باوري : د ژبو اوادبياتو دانکشاف مرکز جوړيږي

کابل باختر دوږي دمياشتې ٢٩  نيټه  :
داطلاعاتو اوفرهنګ په وزارت کې  دفرهنګي چارو دښه سمون په مقصد ددغه وزارت سرپرست  پوهاند محمدرسول باوري  دفرهنګي  چارو دبرخې  له رئيسانو سره  غونډه وکړه .
دباخترآژانس دخبريال دخبرله مخې ؛  په دې غونډه کې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست دفرهنګي چارو په معينيت پورې داړوندو رياستونو دکار  بيلابيل اړخونه بيان کړل  او دچارو دلاښه سمون په خاطر يې يوه طرحه وړاندې کړه  چې له مخې يې  په دغه معينيت پورې اړونده رياستونه  خپلې مربوطې چارې دهغو کميټو له لارې چې نوې جوړيږي ، ترسره کړي.
غونډې له هراړخيزو خبرو وروسته پريکړه وکړه چې اړونده رياستونه دې په          جلا جلا توګه د چارو په پرمخ بيولو کې هڅه او هاند وکړي.
داطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرست دغه راز وويل ؛ په پام کې دي چې  دفرهنګي  چارو دمعينيت دراتلوونکي کال په تشکيل کې دژبو اودادبياتو دانکشاف مرکز جوړ شي .
پاى ف ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته