سیاست

دحامد کرزي د ډاډکيرنې پيغام

٢-کابل باختر د ثور ديارلسمه :

د هیواد د نومیالي سیاسي شخصیت او ملي مبارز ارواښاد عزیزالله واصفي د مړینې له امله د حامد کرزي پیغام.
په ژورې خواشینۍ سره خبر شوم چې د هیواد ملي، سیاسي، ټولنيز او فرهنګي شخصیت عزیزالله واصفي د ورپېښې ناروغۍ وفات شوى دى.
اارواښاد عزیزالله واصفي د قندهار د یوې درنې علمي، فرهنګي او سیاسي کورنۍ یو پياوړى شخصیت و، چې تر لوړوزده کړو وروسته یې د هیواد، په فرهنګي او نورو حکومتي ادارو کې صادقانه خدمت وکړ.
د ملت دبابامحمدظاهر د باچاهۍ د دموکراسۍ په لسیزه کې دوې دورې په ولسي جرګه کې د قندهار د خلکو وکیل و.
د سردار محمد داود خان په جمهوریت کې یې د ننګرهار د والي او د هیواد د کرنې د وزیر په توګه عالي دولتي منصبونه درلودل او همدا راز د ۱۳۵۵ هـ ش کال د لويې جرګې مشري هم ده کوله.
د جهاد په دوران کې یې د مجاهدینو ملګرتیا وکړه او په وروستیو درېو لسیزو کې په هیواد کې د سولې او ثبات د تامینولو او د خلکو د سوکالۍ او نیکمرغۍ له کلکو پلویانو او مبارزانو څخه و. دده په مړینه افغانستان خپل یو منور او وطندوست بچی له لاسه ورکړ. دده مړینه یوه ستره ضایعه ده. د واصفي د وطندوستۍ او د افغانستان له خلکو سره دده د مینې خاطرات به تل زموږ د خلکو په حافظو کې ژوندي پاتې وي.
د خپلی خواخوږۍ او ډاډ ګیرنې مراتب دده کورنۍ، دوستانو او د افغانستان ټولو خلکو ته وړاندې کوم. الله تعالی دی وبخښي او کورنۍ ته دې یې جمیل صبر په برخه شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته