امنیت

څلور طالبان په لغمان کې ونیول شول

کابل / د مرغومي ۲۹مه / باختر
د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د لغمان په بېلابېلو سیمو کې څلور وسله وال طالبان او یو بل تن د ځمکو د غصب په تړاو نیولي دي.
د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزی وايي چې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د تېرې اوونۍ په بهیر کې په دغه ولایت کې د بېلابېلو عملیاتو پر مهال د وسله والو طالبانو څلور مهم غړي او یو بل تن د ځمکو د غصب په اړوند نیولي دي.
سرچینه زیاتوي چې نیول شویو طالبانو پر خپلو جرمونو اعتراف کړی دی او اوس مهال په ملي امنیت ریاست کې تر پوښتنو او ګروېږنو لاندې دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته